د مخالفینو پر ضد بايد بيانيه وړاندې شي، د بشری بي بي غږيز فايل چې رسنيز شوی

0
180

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند او مخکيني لومړي وزير عمران خان د مېرمنې بشری بي بي غږيز پيغام رسنيو ته راوتی دی. په دغه پيغام کې بشری بي بي د تحريک انصاف ګوند د ټولنيزو رسنيو رئيس ته لارښوونه کړې چې د مخالفانو پروړاندې بيانیه ورکړي او د اثبات لپاره دې کمپاين ترسره کړي.

په دغه صوتي کليپ کې بشری بي بي د تحريک انصاف ګوند د ټولنيزو رسنيو مشر او د مخکيني لومړي وزير لپاره د ټولنيزو رسنيو اصلي شخص ارسلان خالد ته لارښوونه کوي چې څنګه د مخالفينو پرضد بيانيه وړاندې کړي.

په خپور شوي فايل کې بشری بي بي ويلي: “خان صاحب تاسې ته ويلي دي چې د خيانت يو هشټګ مخته يوسئ. زه يوه اونۍ کېږي چې له خلکو اړيکې ترلاسه کوم چې وايي ستاسې ټولنيزې رسنۍ ډېرې فعاله نه دي. فعاله نه دي، ولې؟ تاسې هلکان بايد دې ورځو کې ډېر فعاله واوسئ”.

په غږيز فايل کې ادعا شوې چې عليم خام او هغه ته ورته کسان زما او د خان صاحب په اړه خبرې کوي، بايد لا ډېر بد بوی وکړي، مخالفت وکړي، دوی ټول غوغا کوي او دوام ورکوي. د خلکو شهادت دی، خو تاسې د هغې په اړه هېڅ موضوع مطرح کړې نه ده، خو هغه له خيانت سره مرتبط کړئ.

په دوام کې اورېدل کېږي چې بشری بي بي وايي: “هرڅه چې عليم خان او نور وايي برنامه شوي دي، تاسې بايد هغه له خيانت سره مرتبط کړئ، تاسې په ټولنيزو رسنيو کې ليک خپور کړی چې ليکلي مو دي (د امريکا له لوري ګواښوونکی ليک). موخه دا ده چې موضوع مطرح کړئ، چې دا سمه خبره ده، هغوی د خيانت لپاره سره يوځای شوي او د خپلو ځانونو د ژغورنې لپاره يې له مخالفينو سره لاسونه ورکړي دي او خاينين هم بهرني قوتونه دي او ټول په دې ټولو پوهېږي”.

نوموړې زياتوي: “تاسې بايد نن د روسيې مسئله مطرح کړئ او اجازه ورنکړئ چې دا موضوع لاندې لاړه شي، بايد هغه په يو ټرېنډ واړوئ چې هغوی پوه شي چې له خان او هېواد سره خيانت موجود دی”. د هېواد پخوانۍ لومړۍ مېرمن په دې غږيز پيغام کې ويلي چې: “هغوی بايد زما او د فرح په اړه ډېر غږونه پورته کړي. تاسې بايد هغه هم له خيانت سره مرتبط کړئ. موږ پوهېږو چې څوک ورسره خيانت کوي.”

Leave a reply