ملګرو ملتونو د افغان ښځو د حقوقو د خوندیتوب غوښتنه کړې

0
167

 ملګرو ملتونو د افغان ښځو د حقوقو د خوندیتوب غوښتنه کړې

هغه چې څو میاشتې مخکې افغانستان ته هم راغلې وه، په خپله وینا کې  په افغانستان کې په تیر اګست میاشت کې د نوي حکومت رامنځته کیدو راهیسې د افغان میرمنو او نجونو د ناهیلې کوونکي وضعیت  په اړه معلومات ورکړل.

 

(2022 / 7 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنره میشل بچلیت وایي افغانستان دې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي.

نوموړې دا څرګندونې په جنیوا کې  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته کړې دي.

هغه چې څو میاشتې مخکې افغانستان ته هم راغلې وه، په خپله وینا کې  په افغانستان کې په تیر اګست میاشت کې د نوي حکومت رامنځته کیدو راهیسې د افغان میرمنو او نجونو د ناهیلې کوونکي وضعیت  په اړه معلومات ورکړل.

اړوند موضوعات: 

ملګرو ملتونو د افغانستان ا.ا او ښځو د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه

میرمن بچلیت پر نړیوالې ټولنې باندې د لا نورو مشخصو هڅوغږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي څو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

هغې د ط.البانو له حکومت څخه وغوښتل د نجونو د متوسطه او لیسو د بیرته پرانستلو لپاره یو مشخصه نیټه وټاکي او د شرعي محرم سره د سفر کولو او د مخ د پټولو امر لغو کړي.

Leave a reply