ملګرو ملتونو د افغانستان ا.ا او ښځو د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه

0
118

په کابل کې د افغانستان ا.ا له لوري د علماوو لويې ناستې سره هم مهاله ملګرو ملتونو د ا.ا.ا او ښځو د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره ورځ په يوې ځانګړې ناسته کې په افغانستان کې د ښځو وضعيت ورازوه.

که څه هم دې کې ناسته د افغانستان ا.ا کوم استازي ګډون نه درلود، خو د مخکيني حکومت سفیر او د دې شورا غړيو هېوادونو استازي ورته بلل شوي ؤ.

د دې شورا غړيو هېوادونو استازو او د افغانستان مخکيني حکوت سفير په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو وضعيت خواشينوونکی وبله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې مېشل باچلې په دې ناسته کې وويل چې: (نن ورځ بياځلې له طالب چارواکو غواړم چې د ښځو فوري هغه غوښتنې چې د مخامخ خبرو لپاره دي، ويې مني او له هغوی سره په معنی لرونکې خبرو اترو کې برخه واخلي). هغې همداراز وويل چې افغانستان ته يې د سفر پرمهال له طالب چارواکو سره خبرې اترې کړي. د نوموړې په وينا هغوی ورته ويلي چې دوی چارې د اسلامي شريعت د قانون په رڼا کې مخته وړي.

په کابل کې د افغانستان ا.ا له لوري د علماوو لويې ناستې سره هم مهاله ملګرو ملتونو د ا.ا.ا او ښځو د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره ورځ په يوې ځانګړې ناسته کې په افغانستان کې د ښځو وضعيت ورازوه.

که څه هم دې کې ناسته د افغانستان ا.ا کوم استازي ګډون نه درلود، خو د مخکيني حکومت سفیر او د دې شورا غړيو هېوادونو استازي ورته بلل شوي ؤ.

د دې شورا غړيو هېوادونو استازو او د افغانستان مخکيني حکوت سفير په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو وضعيت خواشينوونکی وبله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې مېشل باشلې په دې ناسته کې وويل چې: (نن ورځ بياځلې له طالب چارواکو غواړم چې د ښځو فوري هغه غوښتنې چې د مخامخ خبرو لپاره دي، ويې مني او له هغوی سره په معنی لرونکې خبرو اترو کې برخه واخلي). هغې همداراز وويل چې افغانستان ته يې د سفر پرمهال له طالب چارواکو سره خبرې اترې کړي. د نوموړې په وينا هغوی ورته ويلي چې دوی چارې د اسلامي شريعت د قانون په رڼا کې مخته وړي.

Leave a reply