کراچۍ کښې د شپې او ورځې لوډ شیډنګ اعلان شوې دې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ کښې د لوډشيډنګ نه مستثنیٰ سيمو کښې د شپې او ورځې لوډشيډنګ اعلان کړے شوے دے۔

K-Electric له دې وړاندې د برېښنا د غلا او په منظمه توګه د بل نه معاف کولو سیمې په قطار کې نیولې وې او په ښار کې داسې کومه سیمه نه وه چې له ۴ تر ۱۴ ساعتونو پورې به برېښنا نه نه، د سختې ګرمۍ له وجې ښاریانو په مختلفو ځایونو کې احتجاجونه هم کړي دي خو د K Electric وروستي اعلان دا ثابته کړه چې شرکت یې پروا نه لري.

د K اليکټرک لخوا پېرودونکو ته لېږل شوي ايس ايم ايس له مخې د شپې په مستثنا سيمو کې به دوه ساعته يا درې ساعته لوډشيډنګ کېږي.

مشتریانو ته د شرکت تازه پیغام دا دی چې د تولید کمیدو له امله به د شپې دوه ځله منظم لوډشیډنګ کیږي او د ساعت ساعت لوډشیډنګ به وي.
د دغه پيغام نه پس ډيفنس، کلفټن، پي اي سي ایچ ايس او ګلشن اقبال پشمول د لوډشيډنګ په سيمو کښې د انديښنو سره مخ شوي دي۔

مصرف کوونکي وايي، په مستوفیت سیمو کې پخوا هم څلور ساعته لوډشیډنګ روان و، چې له نوي اعلان وروسته به د برېښنا بندښت ۶ ساعتونو ته ورسېږي.
نور خبرونه

د فساد ضد ادارې د عمران خان میرمن بشری بی بی نزدې ملګري فرح ته په غیرقانوني توګه صنعتي زمکه ورکولو تور کښې دوه کسان نیولي

د فساد ضد ادارې د عمران خان میرمن بشری بی بی نزدې ملګري فرح ته په غیرقانوني توګه صنعتي زمکه ورکولو تور کښې دوه کسان نیولي

Leave a reply