د فساد ضد ادارې د عمران خان میرمن بشری بی بی نزدې ملګري فرح ته په غیرقانوني توګه صنعتي زمکه ورکولو تور کښې دوه کسان نیولي

فرح ګوګي او پخوانۍ وزیراعظم عمران خان، فایل فوټو
باغی ټي وی رپورټ
د فساد ضد ادارې د پخواني وزیراعظم عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي ملګرې فرح ګوګي ته په فیصل آباد اکنامک زون کې د لس ایکړه صنعتي پلاټ په غیرقانوني توګه ورکولو په تور دوه کسان نیولي دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، د FedMoc پخوانی اجرایوي مشر رانا یوسف او د ځانګړي اقتصادي زون کمیټې منشي مقصود احمد نیول شوي، تورن کسان په غیر قانوني توګه فرح ګوګي او د هغې د مور شرکت ته د صنعتي پلاټونو په ورکولو تورن دي.
د چارواکو وینا ده چې ملزمانو د فیصل آباد سپیشل اکنامک زون کښې قیمتي صنعتي پلاټونه په ډیر کم قیمت پلورلي دي. د پلاټ قیمت ۶۰ کروړه روپۍ وو چې دا زمکه ی په ۸ کروړه او ۶۰ لکه روپۍ د فرح ګوکي شرکت ته ورکړې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې چارواکي وايي، د صنعتي پلاټ د اخيستو لپاره بايد د شرکت ارزښت دوه ميليارده روپۍ ویلیو ولري ، خو د فرحې ګوګي خاوند احسن جميل ګجر د دوه ميليارده روپیو جعلي تضمين ورکړې وو.
د چارواکو په وینا د فساد ضد ادارې د فرهاد ګوګي او احسن جمیل ګجر د اثاثو په اړه هم پلټنې کوي او د دوو تورنو کسانو پر ضد د فساد ضد فیصل اباد کې مقدمه درج شوې ده.
د یادونې ده چې د فرح ګوګي په اړه داسې تورونه لګول شي چې دا به د پنجاپ بخواني وزیراعظم عثمان بزدار په دفتر بشپړه کنټرول لرلو او د افسرانو په بدلیو کښې به ی په کروړونو روپۍ د فساد په توګه اخستې ، داسې تورونه هم په دې دوی لګول کیږي
فرح ګوګي ته په نورو سیمو کښې هم غیرقانوي زمکې ورکړل شوي دي خو بل اړخ ته فرح دا تورونه رد کړي دي.
دا خبره هم مهمه ده چې کله چې عمران خان د څوکۍ څخه د عدم اعتماد راي په ذریعه لرې کړل شو نو فرح ګوکي یو څو ورځې پس امریکا ته لاړه او تراوسه پورې واپس پاکستان ته نه ده راستنه شوې.
نور خبرونه
د پاکستان سترې محکمې امر کړې چې پنجاب کښې دې بیا ټاکنې ترسره شي
پاکستان کښې د کورونا ناروغۍ په مثبتو پیښو کښې زیاتوالۍ راغلې






