د پاکستان سترې محکمې امر کړې چې پنجاب کښې دې بیا ټاکنې ترسره شي

0
171

باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې حکم کړی چې د پنجاب د اعلی وزیر لپاره به بیا ټاکنې د جولای په ۲۲ ترسره شي.

د اوريدنې په مهال وئيلي شوي چې د وزيراعلي څوکۍ لپاره د پي ټي آئي متفقه اميدوار پرويز الهي او د مسلم ليګ ن حمزه شهباز د جولائي په 22مه نيټه د پنجاب صوبې د وزيراعلي لپاره بيا انتخابولو رضا شوي دي۔

سترې محکمې پخپل زباني حکم کې وئيلي دي چې دپنجاب دوزيراعظم ټاکنه به اوس دجولائي په 22 نيټه کيږي او په دې اړه به تفصيلي فيصله وروسته جاري کړل شي.
ياده دې وي چې د پنجاب په 20 حلقو ضمني انتخابات به د جولائي په 17مه نيټه کيږي او په 22م جولائي به د دې څوکيو لپاره د غړو انتخاب کيږي او د پنځو مخصوصو سيټونو نوټيفيکيشن به هم د اليکشن کميشن لخوا جاري کيږي بشپړ شي.

د جيو نيوز له مخې، د پنجاب د وزيراعلی ټاکنه به د جولای په 22 په دوهم پړاو کې ترسره شي، په دې مانا چې هر هغه کانديد چې زياتې رايې ترلاسه کړي هغه به وزيراعلي وټاکل شي.

د پنجاب د وزيراعلي د انتخاب په مسله د لاهور هائي کورټ د فيصلې په ضد سپريم کورټ کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د درخواست اورېدنه د سپريم کورټ لاهور رجسټري کښې اوشوه

Leave a reply