په قبضه شوي کشمیر کښې د انساني حقونو څخه سرغړونه کیږي: وزیراعظم پاکستان،شهباز شریف

0
183

باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کښې دامريکا سفير ډونلډ بلوم وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي دي.

وزيراعظم شهباز شريف سفير ته سفارتي اسناد وړاندې کولو مبارکي ورکړه او ويې ويل هيله لري چې ډونلډ بلوم به د دوه اړخيزه اړيکو د لا پراختيا لپاره خپلې هڅې وقف کړي.
د امريکې سفير سره په ليدنه کې وزيراعظم په هند کې د اسلام فوبيا، د بهارتيا جنتا پارټۍ د غړي د سپکاوي ډکې څرګندونې وغندلې او ويې ويل چې هند په مقبوضه سيمو کې د بشري حقونو سخت سرغړونې کوي.

لومړي وزیر په سیمه کې د سولې د ودې لپاره د پاکستان ژمنې هم تکرار کړې او د جمو او کشمیر د شخړې د سوله ییز حل په اهمیت یې ټینګار وکړ. شهبازشريف وويل نړيواله ټولنه دې په دې لړ کې خپل ذمه واري ترسره کړي اؤ هند هم بايد دملگرو ملتونو دقراردادونو پابند وي.

لومړي وزیر د امریکا د خپلواکۍ د ۲۴۶مې کلیزې په مناسبت د امریکا ولس او حکومت ته د نیکمرغۍ هیله وکړه.

په دې موقع د امريكې سفير ډونلډ بلوم د وزيراعظم هركلې كولو مننه وكړه او د پاكستان او امريكې اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه يې هم وكړه۔
نور خبرونه

د وزیراعظم شهباز شریف او د پاکستان فوځ سرلښکر مهمه لیدنه

پوښتنه دې ولې وکړه؟ د قاسم سوري ساتونکي په خبریال تشدد کړې دې

Leave a reply