پوښتنه دې ولې وکړه؟ د قاسم سوري ساتونکي په خبریال تشدد کړې دې

قاسم سوري : فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
ولې دې پوښتنه وکړه؟ د قاسم سوري ساتونکي خبریال باندې تشدد کړې، ژورنالیستانو غوښتنه کړې چې په خبریال دې د تشدد کولو په ضد قانوني کارویی وشي.
د باغي ټلويزيون د راپور له مخې، د ملي اسمبلۍ د پخواني مرستيال سپيکر قاسم سوري وسله وال ساتونکو په راولپنډۍ کې خبريالان وهلي، په دوی ی تشدد کړې او موټر يې هم زيانمن کړي دي.
پېښه تېره شپه د غواګانو په بازار کې رامنځ ته شوې ده، د قاسم سوري ساتونکو د شخصي ټي وي جي اين اين خبريال باندې د پوښتنې کولو په هڅه کې تشدد کړی، خبريال ی وهلې او د قاسم سوري په ضد د مقدمه درج کولو غوښتنه هم شو ې ده. د خبريالانو تنظيمونو هم په پېښه احتجاج کړی دی او ددې پیښې په ضد ی د قانوني کاروایی کولو غوښتنه کړې ده.
نيشنل پريس کلب د پي ټي آئي د مشر قاسم سوري د وسله والو ساتونکو لخوا د راولپنډۍ د څارويو بازار بهر د جي اين اين خبريال د تشدد غندنه کړې او وئيلي ئي دي چي د قاسم سوري د وسله والو ساتونکو لخوا په قاسم سوري باندي تشدد يو غندنه کوونکی عمل دی او دا قسمه پيښي نشي زغملی. خبریالانو ویل يدي چې حکومت د ژورنالیستانو په ساتنه کې پاتې راغلی او دداسې ډول پیښو مخه ونیول شي.
اسلام آباد مویشی منڈی کے باہر جی این این کی ٹیم پر حملہ
رہنما تحریک انصاف قاسم سوری کے کہنے پر ان کے اہلکاروں نے حملہ کیا، ٹیم جی این این
جی این این کے رپورٹر ادریس عباسی کو تھپڑ بھی مارے گئے جی این این کی گاڑی کی فرنٹ سکرین توڑ دی گئی@Afzalbutt01 @MAnwarRaza @ghazanfarabbass pic.twitter.com/snBxpBB1ys— JOURNALISTS PANEL (@JournlistsPanel) July 1, 2022
RIUJ د راولپنډۍ څارویو مارکیټ بهر د جی این این خبریال په وړاندې د پی ټي آی د مشر قاسم سوري د وسله والو ساتونکو تاوتریخوالی هم په کلکه غندلی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې نوټس واخلي او قضیه ثبت کړي. خبریال مطیع الله جان دغه برید په کلکو ټکو وغانده او ویې ویل: “دا یوه ډېره د غندنې وړ پېښه ده، نو د ولسي جرګې مرستیال قاسم سوري باید له دغه کار کوونکي بښنه وغواړي.”
قاسم خان سوري د قامي اسمبلۍ پخوانې ډپټي سپیکر دی، د قاسم خان سوري د نااهلۍ مقدمه هم په سپریم کورټ کې روانه ده، قاسم خان سوري د حلقه این اے 265 نه د اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.د الیکشن ټربیونل مشري د جسټس عبدالله بلوچ کوله. او اليکشن ټربيونل اين اے 265 کښې دوباره انتخاباتو حکم ورکړے وو چې له وجې قاسم سوري دغه فيصله سپريم کورټ کښې چيلنج کړې وه او سپريم کورټ د اسټي آرډر جاري کړے وو د کومو نه پس چې تر اوسه سماعت نه دې شوې۔
قاسم سوري په ټولنيزه شبکه ټويټر کې هم د ملي امنيت پر ادارو نيوکې کړي دي، د عمران خان د حکومت له پرځېدو وروسته قاسم سوري په ټويټر کې د ملي امنيت پر ادارو او همدارنګه د پي ټي ايي د ټولنيزو رسنيو پر فعالينو نيوکې وکړې، قاسم سوري په يوه ټويټ کې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې څنګه د هند سوپر سنک کروز توغندی ‘براهموس’ د پاکستان په خاوره کې د پاکستان له رادار څخه تښتېدلی او بچ پاتې شوې ؟
https://twitter.com/QasimKhanSuri/status/1537631670169378822?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1537631670169378822%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fbaaghitv.com%2Fqasim-suri-kgurd-ka-sahafi-par-tashdud%2F
د قاسم خان سوري د ساتونکو له خوا د خبریال پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه عامو حلقو هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د بیان د ازادۍ ادعا کوونکي اوس د خپلو فسادونو، د فراه ګوګي د کړنو، د توشه خانې د کلدارو په اړه پوښتنې ځوابوي، چې قاسم سوري پخپله غړی پاتې شوی. د قامي اسمبلۍ غړې په توګه د قاسم سوري د اسمبلۍ غړي منتخب کیدو نه پس په خپله حلقه کښې هم کوم پرمختیایی کار نه دې او کړې او ددې سیمې خلق هم دده څخه ناراضه دي.






