د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير د برېتانيا سفارت له چارسمبالي سره وليدل
د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير د برېتانيا سفارت له چارسمبالي سره وليدل
د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د قطر پلازمېنې دوحه کې د برېتانيا سفارت له چارسمبالي هوګو شورټر او مل پلاوي سره ليدلي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې، په دغه ليدنه کې د برېتانيا هېواد پلاوي په افغانستان کې د وروستۍ زلزلو له امله د رامنځته شويو ځاني او مالي زيانونو په اړه خپله غمشريکي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي له لارې د سياسي موخو په ترلاسه کولو کې د هېڅ چا ملاتړ نه کوي.
ښاغلي بلخي همداراز ويلي چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار کړی دی.
د بلخي په وينا، د بهرنيو چارو سرپرست وزير په دې ليدنه کې د برېتانيا له بشري مرستو د مننې ترڅنګ ټينګار وکړ چې د افغانستان د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره بايد په زيربينايي پروژو تمرکز وشي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې په ياده ليدنه کې ښاغلي متقي د برېتانيا له وروستي دريځ هرکلی وکړ چې په افغانستان کې به د کومې جنګي مخالفې ډلې ملاتړ نه کوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز يادونه کړې چې په دې ليدنه کې دواړو اړخونو د افغانستان او برېتانيا ترمنځ د اړيکو په پراختيا او مثبت تعامل باندې ټينګار کړی دی.
د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي د يو پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی ترڅو د امريکا په ګډون د ځينو نورو هېوادونو استازو سره ليدنې ولري.