اشرف غني حکومت د تجارت لپاره ښه نه وو: افغان سوداګر باغي ټي وي رپورټ

0
81

اشرف غني حکومت د تجارت لپاره ښه نه وو: افغان سوداګر
باغي ټي وي رپورټ

پاک افغان بارډر طورخم سره نزدې په لنډیکوتل کښې افغان سوداګرو او د ټرک ډریورانو میډیا ته ویلي دې چې وس افغانستان نه پاکستان ته مال راوړو یا پاکستان نه افغانستان ته د سوداګرۍ توکي وړو نو مونږ نه ډیرې کمې روپې خرچ کیږي.

سوداګر وای چې مخکښې د اشرف عني په حکومت کښې په افغانستان کښې بد امني وه ، جنګ وو او وس چې د طالبانو حکومت راغلې نو ډیر امن دې او دوی امید لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ به تجارت نور هم شی.

یاده دې وی چې د سوداګرو دا خبرې په داسې وخت کښې مخې له راغلي چې په افغانستان کښې د افغانستان اسلامی امارت د ملک ډیرو برخو کنټرول ترلاسه کړې او کابل هم د طالبانو په کنټرول کښې دې.
سوداګر وای چې نن صبا په ټول افغانستان کښې ډیر امن دې او دوی امید وار دي چې طالبان به دغه امن قایم اوساتي او افغانستان به د یو بل جنګ نه بچ کړي.

Leave a reply