اقتصادي بحران به ډیر زر قابو کړو: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د پټروليم مصنوعاتو نرخونه آئي ايم ايف سره تعلق نه لري۔
د وفاقي کابينې غونډه د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې شوې ده د زرائعو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف فيصله کړې ده چې آئي ايم ايف سره د خبرو اترو په لړ کښې به قوم په اعتماد کښې اخلي۔
غونډې ته بريفنګ ورکولو سره د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وويل چې د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو زياتوالى د آئي ايم ايف سره هيڅ تعلق نه لري۔
مفتاح اسماعیل وویل چې له IMF سره د خبرو بل پړاو به نن او سبا ترسره شي او له IMF سره به په خبرو کې پرمختګ وشي.
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې هيله لري چې د آئي ايم ايف سره خبرې اترې نتيجه ورکړي او اقتصادي بحران به ډير زر ختم شي.
په غونډه كښې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په سياسي بنيادونو د تقررونو او تبادلو مخالفت كولو سره ووئيل مونږ د څه مودې لپاره راغلي يوو مونږ بايد كار وكړو، مونږ ته په سياسي بنيادونو د خلكو د خوشالولو ضرورت نشته۔
دسرچينو ترمخه په غونډه کې د سکوک بانډونو جاري کولو منظوري هم ورکړل شوې، سرچينې وائي چې سکوک بانډونو سره به د مقامي قرضو بار هم کم شي.
دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) په اړه هم خبرې اترې شوي دي.
وزيراعظم شهباز شريف آرمي چيف، خارجه وزارت او ايف اے ټي ايف سيل ته مبارکي ورکړې ده۔سرچينې وائي وفاقي کابينې ته دجي ايس پي پلس په اړه هم بريفنگ ورکړل شو.
دا خبرونه هم اوګورې.
د اتحادي ګوندونو حکومت د وفاقي کابینې غونډه، په مهمو چارو خبرې شوي دي






