سبا د قامي سلامتیا کمیټۍ غونډه رابلل شوې ده

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د قامي سلامتيا په اړه د پارليماني کميټۍ غونډه رابللې شوې ده۔

د قامي سلامتيا په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه به سبا ماسپښين درې بجې كېږي۔
په رسنیو کښې د چاپ یو راپور مطابق په دې غونډه کښې به فوځي چارواکي د ملي امنيت په اړه د قامي سلامتیا غړیو ته بريفنګ ورکوي.
د یادونې ده چې د پخواني عمران خان حکومت په دوران کښې د قامي سلامتیا په غونډه کښې د عمران خان له لوري اوښودل شوې سازشي لیک په اړه خبره شوې وه، عمران خان دا وینا وه چې په هغه غونډه کښې دا منل شوې وه چې د زما د حکومت راغورځولو لپاره د عدم اعتماد په شکل کښې سازش روان دې خو د اتحادي حکومت مشران دا خبره ردوي او وایی چې په هغه غونډه کښې د سازشي خط هیڅ کوم ګواښ یا دمنلو خبره نه وه شوې .

Leave a reply