پنځوس سلنه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاس رسی نلري 

0
141

پنځوس سلنه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاس رسی نلري 

دا ورځ‌ داسې مهال لمانځل کېږي‌ چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۱۹،۸ میلیونه وګړي اساسي‌ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري‌ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

 

(2022 / 6 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د خوړو د خوندیتوب نړیواله ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو ویلي‌ چې د افغانستان نیمايي‌ نفوس اساسي‌ خوراکي‌ توکو ته لاسرسی نه لري.

د خوړو د خوندیتوب نړیواله ورځ هر کال د جون په اوومه لمانځل کېږي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي‌ له دې یې موخه دا ده څو د خوړو او یا د خوړو د کمښت له امله پر رامنځ ته کېدونکو زیانونو خلک پوه کړي.

دا ورځ‌ داسې مهال لمانځل کېږي‌ چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۱۹،۸ میلیونه وګړي اساسي‌ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري‌ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اړوند موضوعات: 

م.م: د خوړو د کمښت ناورین به کلونو دوام وکړي

همدا راز د ملګرو ملتونو تازه راپورونو ویلي‌ چې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

Leave a reply