م.م: د خوړو د کمښت ناورین به کلونو دوام وکړي

0
73

سرچینه کاږي چې ښایي رامنځ ته شوی ناورین د ډېرو کلونو لپاره دوام وکړي، ځکه له یوې خوا وچکالۍ او له بلې خوا جګړو په نړیواله کچه د خوړو کمښت رامنځ ته کړی دی. روسیه او اوکراین په یوازې ځان د نړۍ د خوړو دېرش سلنه اړتیا پوره کوي خو ددغه دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې د غذايي موادو کمښت رامنځ ته کړی او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

(2022  / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي په نړۍ کې به د خوړو د کمښت روان ناورین کلونه دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په وروستیو کې په نړۍ کې د خوړو کمښت رامنځ ته شوی دی او له دې امله پراخېدونکی ناورین پر لاره دی.

سرچینه کاږي چې ښایي رامنځ ته شوی ناورین د ډېرو کلونو لپاره دوام وکړي، ځکه له یوې خوا وچکالۍ او له بلې خوا جګړو په نړیواله کچه د خوړو کمښت رامنځ ته کړی دی. روسیه او اوکراین په یوازې ځان د نړۍ د خوړو دېرش سلنه اړتیا پوره کوي خو ددغه دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې د غذايي موادو کمښت رامنځ ته کړی او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم وایي چې جګړو په نړۍ کې د خوړو، تېلو او ګازو بیې لوړې کړې دي.

Leave a reply