امریکا په اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست

0
148

امریکا په اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست

بلینکن وایي په همدې موخه یې په کېف کې پر خپل سفارت بېرته د امریکا بیرغ درولی او تمه لري چې وکړی شي په دې توګه د اوکراین له وګړو سره خپله همکاري او ملاتړ ثابت کړي.

 

(2022 / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خپل سفارت یې تر درې میاشتې ځنډ وروسته بېرته په کېف کې پرانیستی دی او نوی سفیر یې معرفي کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې تړاو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوی د اوکراین له خلکو سره ولاړ دي او د روسیې د ظالمانه تېري پر وړاندې د دوی ملاتړ کوي.

بلینکن وایي په همدې موخه یې په کېف کې پر خپل سفارت بېرته د امریکا بیرغ درولی او تمه لري چې وکړی شي په دې توګه د اوکراین له وګړو سره خپله همکاري او ملاتړ ثابت کړي.

امریکا د روسیې تر برید مخکې په پلازمینه کېف کې خپل سفارت تړلی و.

Leave a reply