د باګرام پر زندان بمبار…

0
53

د باګرام پر زندان بمبار.

هغه مهال چې طالبانو د بګرام هوایي ډګر زندان ونیو او له زندانه د بندیانو د وتلو لړۍ پیل شوه ، دا مهال امریکایي الوتکو پر زندان سخته بمباري وکړه،په دې بمبارۍ کې نږدې دوه سو (۲۰۰) کسانو ته مرګ ژوبله واوښته ، اکثره یې طالبان بندیان وو، خو د اردو ځینې منسوبین چې لا هم دا په سیمه کې موجود وو، په وژل شویو او ټپیانو کې شامل دي.

دا لاندې تصویر چې تاسې ګورئ ، دا قاري نعمت الله نومېږي چې په همدې بمبار کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی ، دی د غزني اوسېدونکی او له څو کلونو راهیسې په باګرام کې بندي و ، چې نن یې د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خو جنازه په غزني کې خاورو ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده چې په رسنیو کې د دې بمبار په باب څه کلیات او حزیات نه دي خپاره شوي.

Leave a reply