هند د ځینو ستونزو تر حل وروسته ، لۀ ا.ا سره د تعامل ته چمتووالی ښودلی دی
هند د ځینو ستونزو تر حل وروسته ، لۀ ا.ا سره د تعامل ته چمتووالی ښودلی دی
هغه وایي دمګړی یې هم د ديپلوماتیکو ګروپونو په کچه له افغانستان سره اړیکې شته دي او په ډهلي کې د افغانستان سفارت هم فعال دی، خو د ځينو ستونزو تر حل وروسته به یې کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
(2022 / 6 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند وایي له ديپلوماتیکو چینلونو د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل پيلوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند آریندام باګچي رسنیو ته ویلي چې دمګړی په ديپلوماتیکو برخو کې ځینې ستونزې شته دي چې تر حل کېدو وروسته به یې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.
هغه وایي دمګړی یې هم د ديپلوماتیکو ګروپونو په کچه له افغانستان سره اړیکې شته دي او په ډهلي کې د افغانستان سفارت هم فعال دی، خو د ځينو ستونزو تر حل وروسته به یې کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
د باګچي په خبره دا د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده، بلکې د رسمیت پېژندل د نړیوالې ټولنې په پرېکړه پورې اړه لري او دوی هم له نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې همغږي دي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر خپل فوځیان د روزنې لپاره هند ته لیږي
هند وایي له افغانستان سره ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او ددې اړیکو ساتلو ته ژمن دي.