د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر خپل فوځیان د روزنې لپاره هند ته لیږي

0
114

د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر خپل فوځیان د روزنې لپاره هند ته لیږي

باغی ټي وي رپورټ: 
د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی او د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزیر ملا یعقوب منلې چې افغان پوځیان به د روزنې لپاره هند ته واستوي.

له یوه هندي چینل سره په مرکه کې له ملا یعقوب څخه وپوښتل شول چې ایا دی غواړي افغان پوځیان هند ته د روزنې لپاره واستوي؟ هغه وویل چې هند ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په لېږلو کې کومه ستونزه نه لرو، دا به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي او بنسټ به یې کېږدي.

ملا یعقوب له هند سره د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې افغانستان د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره پیاوړې ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي، هغه اوویل چې مونږپه دې کې کومه ستونزه نه وینو.
د افغانستان د دفاع وزیر د خبرو په ترڅ کې له هند څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل تړل شوی سفارت بېرته پرانیزي او همداراز په نوي ډیلي کې د طالبانو سفیر ته د افغانستان د سفارت د نیولو اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړه، که هند خپل ډیپلوماتیک کارکوونکي افغانستان ته ولېږي، طالبان چمتو دي چې هر ډول امنیتي ضمانت ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د امريکا له وتلو او د طالبانو د واکمنۍ تر راتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د هند يو پلاوى د طالبانو له حکومت سره د ليدو لپاره افغانستان ته رسېدلى دى.

Leave a reply