پوتین ویلي چې بېړنۍ خوندي دي، اوکراین دې خښ کړي ماینونه لرې کړي

پوتین ویلي چې بېړنۍ خوندي دي، اوکراین دې خښ کړي ماینونه لرې کړي
پوتين پر روسيې هغه تورونه چې ګنې د ماينونو په ښخولو سره يې له اوکراينه د غلو د صادراتو مخه نيولې، تشې پلمې بللې او ويلي يې دي چې په بندرونو کې ماينونه اوکراين ښخ کړي دي.
(2022 / 6 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې اوکراين د تور سمندرګي په بندرونو کې ماينونه ښخ کړي دي.
پوتين پر روسيې هغه تورونه چې ګنې د ماينونو په ښخولو سره يې له اوکراينه د غلو د صادراتو مخه نيولې، تشې پلمې بللې او ويلي يې دي چې په بندرونو کې ماينونه اوکراين ښخ کړي دي.
هغه په سوچي ښار کې له رسنيو سره خبرو کې ادعا کړې چې په ځلونو يې خپلو متحدينو ته د غلو د صادراتو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو سپارښتنه کړې ده.
ده ټینګار کړی چې که اوکراين بندرونه له ماينونو پاک کړي نو روسيه به د بېړيو خوندي تګ راتګ تضمين کړي.





