لۀ اوربند سره سره پښتونخوا کې پر پوځ بریدونه شوي دي 

0
268

لۀ اوربند سره سره پښتونخوا کې پر پوځ بریدونه شوي دي 

د پوځ په خبره، دویمه پېښه په دته خېل سیمه کې شوې ده چې په نتیجه کې یې یو عسکر وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی. د دغو دواړو پېښو مسوولیت کومې ډلې پر غاړی نه دی اخیستی.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د اوربند سربېره په شمالي وزیرستان کې پرون دوه بریدونه شوي دي چې پکې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې لومړۍ پېښه پرون د شمالي وزیرستان په منګروتۍ سیمه کې د امنیتي عسکرو پر پوسته باندې د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پوځ په خبره، دویمه پېښه په دته خېل سیمه کې شوې ده چې په نتیجه کې یې یو عسکر وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی. د دغو دواړو پېښو مسوولیت کومې ډلې پر غاړی نه دی اخیستی.

Leave a reply