عمران خان د پیښور څخه واپس بني ګاله ته تللې دې
عمران خان د پیښور څخه واپس بني ګاله ته تللې دې
باغی ټي وي رپورټ:
د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د پيښور نه واپس په پایه تخت اسلام آباد کښې خپل استوګنځي بني ګاله ته په هيلي کاپټر کښې رسيدلي دي۔
بني ګاله ته د پخواني وزیراعظم عمران خان راتګ لپاره سخت امنیتي انتظامات شوي وو.
په دې اړه د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي وو چې عمران خان ته به فول پروف امنیت ورکول کېږي خو کله چې د عدالت د ضمانت موده ختمه شي نو یوازې د عمران خان خپل امنیتي کسان هغه ونیسي او د قانون منګولو ته به ی وسپاري.
د پي ټي آئي د کور کميټۍ غونډه هم نن بني ګاله کښې رابللې شوې چې پکښې به د عمران خان په مشرۍ کښې د ملک په سياسي صورتحال او راتلونکي عمل باندې خبرې اترې کيږي.