وزیراعظم شهباز شریف د پخواني وزیراعظم مشوره اومنله

0
88

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د پاکستان پرمختګ لپاره بايد دټولو مشرانو او ذمه وارو کسانو سره په ګډه خبرې اترې وکړو.

ياده دې وي چې د مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي يو شخصي ټي وي چينل سره د مرکې په مهال وزيراعظم ته د سياسي مشرانو سره ډایلاګ شروع کولو مشوره ورکړې وه۔

بل لوري ته دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله دپي ټي ائي له مشر سره هر ډول خبرې رد کړي اؤ وئيلي يې دي چې عمران خان په ټولنه کې ګډوډي جوړول غواړي اؤ ورسره هيڅ خبرې نۀ شي کيدى.

لاهور کښې د انډس هسپتال پرانستې دستورې ته په وینا کښې شهباز شريف اوويل چې ملک ته د یو لوی ډایلګ ضرورت دے او د دې لپاره مونږ ټولو ذمه وارو سره لوئ ډایلاګ کول پکار دي۔

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې که په کوم حکومت کې ښه خلق کار کوي نو هغې ته دې سياسي رنګ نۀ ورکول کيږي، مونږ ته پکار ده چې د خپلې خوښې او نا خوښۍ نه بهر لاړ شو او د قامي ګټو په نظر کې نيولو سره فيصلې وکړو او د عام اولس د ګټو لپاره په ګډه کار وکړو.

Leave a reply