پاکستان کښې د تیلو په نرخ کښې نور زیاتوالې هم شوې

باغی ټي وي رپورټ
حکومت د پټروليم مصنوعاتو نرخونه نور هم زيات کړي دي.
په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د زياتوالي اعلان وکړو.
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د پټرولو په نرخ کښې يو ليټر ۳۰ روپۍ زياتوالی راغلی چې له دې وروستو د يو ليټر پټرولو په بيعه ۲۰۹ روپۍ ۸۶ پيسې شوي دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د شهباز شریف حکومت د تیلو په نرخ کښې فی لیټر ۳۰ روپۍ زیاتوالۍ اعلان کړې چې لا امله ی په ملک کښې ګراني ډیره زیاته شوې ده.
مفتاح اسماعيل وويل چې د ډيزلو په بيعه کې هم د في ليټر په کچه 30 روپۍ زياتوالى راغلى دى، د ډيزلو نوې بيعه به 204 روپۍ 15 پيسې، د لائټ ډيزل تېلو قيمت کې 178 ته لوړ شوې دې او د خاورو تیلو فی لیټر قیمت د 181 روپو او 94 پیسو ته لوړ شوې دې.
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې په نړيوال بازار كښې د تېلو بيعه د مې مياشتې نه پس زياته شوې ده او د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخونه به نن د شپې له 12 بجو څخه پس نافذ شي۔
مفتاح اسماعيل وويل چين به نوى قرض جاري کوي خو د سود شرح به هم کموي.د مارچ په ٢٥مه نيټه چين د ٢.٣ اربه ډالرو قرض واپس کړى ؤ، چين ډير شرطونه لګولي وو او د سود نرخونه يې لوړ کړي وو، خارجه وزير سره معاملې حل شوې وې د بلاول بهټو د چين دوره او د وزيراعظم شهباز شريف د چين د دورې په موقع حتمي شوې دغه قرض به د 1.5 فيصده په شرح سود ترلاسه کيږي۔






