د ملک اقتصادي پرمختګ لپاره لوی خبر، چین سره مهمه معاهدیه شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان هېواد د اقتصاد لپاره لوی خبر مخې ته راغلې دې چې له مخې یې چین د پاکستان د ۲.۳ میلیارده ډالرو پور د بیا تمویل هوکړه کړې ده.
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د چين سره د دوه اعشاريه درې اربه ډالرو بانکي ذخايرو د ري فنانس کولو معاهده شوې ده۔
مفتاح اسماعیل وايي، د چین له بانکونو څخه د بهرنیو اسعارو زیرمې به ښه شي.
د خزانې وفاقي وزير ووئيل د چين سره د قرضې د واپسۍ د ځنډولو په شرطونو هم اتفاق شوې دې٬ ډېر زر به له چين څخه 2.3 اربه روپۍ ترلاسه كولې شي۔
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د شهباز شریف حکومت د عمران خان د پخواني حکومت آیی ایم ایف سره د تیلو د په نرځ کښې ۳۰ روپې فی لیټر زیاتوالې اعلان کړو چې د آیی ایم څخه
لومړې قرض ترلاسه شو او د ډالر په مقابله کښې پاکستاني روپۍ هم قوي شوه، د پاکستان په سټاک مارکیټ کښې هم ښه والې ریکارډ شو چې بل اړخ ته په هیواد کښې د ګرانۍ یو بل دور پیل شوې دې چې له امله ی عام غریب اولس ډیر سخت اغیزمن شوې دې.






