د نجونو زده کړې؛ بلخ کې ښوونځي په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستي دي

0
341

د نجونو زده کړې؛ بلخ کې ښوونځي په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستي دي

په ورته وخت کې په مزار شریف ښار کې د نجونو د ښوونځیو زده کوونکو ویلي چې دوی په آرامه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي، خو د ښوونکو او کتابونو د کمبود په څېر ستونزې یې د زده کړو خنډ دي.

 

(2022 / 5 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سره له دې چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي، خو په بلخ ولایت کې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي.

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي دي، ښوونکي خپلو دندو ته ځي او سلګونه رسمي او قراردادي ښوونکي په دې ولایت کې په دنده بوخت دي.

دوی وایي هڅه کوي د تعلیم او تربیې کیفیت لوړ کړي او په ښوونځيو کې لا ډېر نظم راوستل شي.

اړوند موضوعات: 

اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي 

په ورته وخت کې په مزار شریف ښار کې د نجونو د ښوونځیو زده کوونکو ویلي چې دوی په آرامه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي، خو د ښوونکو او کتابونو د کمبود په څېر ستونزې یې د زده کړو خنډ دي.

Leave a reply