د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان وضعت د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره اړین بللی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان وضعت د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره اړین بللی دی
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او که چېرې په دغه هېواد کې اقتصادي سیستم پاشل کېږي نو دا به نه یوازې پر افغانستان بلکې پر ټوله سیمه خپل ناوړه اغېز ولري.
(2022 / 5 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان وضعیت د ټولې سیمې پر ثبات اغېز کولی شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپل چینایي سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په ټوله سیمه کې د ثبات او امن لپاره هڅه کوي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او که چېرې په دغه هېواد کې اقتصادي سیستم پاشل کېږي نو دا به نه یوازې پر افغانستان بلکې پر ټوله سیمه خپل ناوړه اغېز ولري.
د بوټو په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات:
د هند ولسمشر ویلي چې د افغانستان وضعت سره د ټولې سیمې وضعت تړلی
هغه تر دې وړاندې له خپل امریکایي سیال سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.






