ملګرو ملتونو د ښځو په اړه د ا.ا پرېکړه ظالمانه بللې

0
96

ملګرو ملتونو د ښځو په اړه د ا.ا پرېکړه ظالمانه بللې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشرې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ناروې په مشرۍ د امنیت شورا د پنځلس غړیو هېوادونو استازو ته معلومات ورکړل.

 

(2022 / 5 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر ضد د طا لبانو د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه چې پکې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت لخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه وشول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشرې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ناروې په مشرۍ د امنیت شورا د پنځلس غړیو هېوادونو استازو ته معلومات ورکړل.

اړوند موضوعات: 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د ا.ا وروستۍ تکلاره غندلې ده

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې د استازولۍ مرستیالې وویل چې، طالبانو د اقتصادي کړکېچ د هواري پر ځای په ښځو او نجونو ظلم شروع کړی.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې هم وویل که طا لبان داسې تګلارو ته دوام ورکړي ډېره ستونزمنه ده چې افغانان او نړیوال یې د یوه مشروع حکومت په توګه ومني.

Leave a reply