د امریکا کانګریس ورغلو افغانانو ته د اقامې ورکولو پر وړانديز بحث و نه کړ
د امریکا کانګریس ورغلو افغانانو ته د اقامې ورکولو پر وړانديز بحث و نه کړ
د تېر کال له اګسټ وروسته زرګونه افغانان د امریکا له لوري له افغانستان و ایستل شول چې دمګړی د امریکا په ګډون په ګڼو اروپايي هېوادونو کې مېشت دي چې ډېری یې د ژوند له سختو شرایطو سر ټکوي.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا کانګریس ورغلو افغانانو ته د اقامې ورکولو پر وړانديز بحث و نه کړ. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د بايډن پر هغه وړاندیز بحث و نه کړ چې له مخې یې باید نوو ورغلو افغانانو ته د امریکا ګرین کارډ ورکړل شي.
څه موده وړاندې بایډن کانګریس ته یو وړاندیز وليګلو او له دوی یې وغوښتل څو داسې لارې چارې پيدا کړي چې افغانان په امریکا کې د دایمي اوسېدو لپاره غوښتنلیکونه وسپاري. خو د امریکا کانګریس پر دې وړاندیز بحث نه دی کړی او نه یې هم علت روښانه کړی دی.
اړوند موضوعات:
امریکا ته تللي افغانان؛ لۀ ۲۸ زرو څخه یوازې د ۱۰۰ د ویزې غوښتنې منل شوي دي
د تېر کال له اګسټ وروسته زرګونه افغانان د امریکا له لوري له افغانستان و ایستل شول چې دمګړی د امریکا په ګډون په ګڼو اروپايي هېوادونو کې مېشت دي چې ډېری یې د ژوند له سختو شرایطو سر ټکوي.