امریکا ته تللي افغانان؛ لۀ ۲۸ زرو څخه یوازې د ۱۰۰ د ویزې غوښتنې منل شوي دي 

0
186

امریکا ته تللي افغانان؛ لۀ ۲۸ زرو څخه یوازې د ۱۰۰ د ویزې غوښتنې منل شوي دي 

د بشري دلایلو له امله امریکا ته د تګ غوښتونکو افغانانو د ویزو د پروسس کولو په بهیر کې دغه ځنډ په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې له اویا زرو ۷۰۰۰۰ زیات افغان کډوال لا دمخه له افغانستان څخه د پوځي‌ تخلیې په پروسه کې بهر لېږدول شویدي.

 

(2021 /  11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د مهاجرینو د فدرالي ادارې چارواکي وايي اته ویشت زره (۲۸۰۰۰) افغانانو د بشري دلایلو له امله په امریکا کې د لنډمهالې اوسېدنې ویزو ته غوښتنې سپارلې دي، چې له سلو کمې یې منل شوي دي.

په امریکا کې د دغو ویزو د غوښتونکو د کورنیو غړي او خپلوان اود کډوالو د ملاتړ یو شمیر امریکايي ډلې وايي د ویزو د پروسس دغه سست بهیر، د دوی خوندیتوب ګواښوي او د طالبانو تر تسلط لاندې افغانستان کې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کوي.

د بشري دلایلو له امله امریکا ته د تګ غوښتونکو افغانانو د ویزو د پروسس کولو په بهیر کې دغه ځنډ په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې له اویا زرو ۷۰۰۰۰ زیات افغان کډوال لا دمخه له افغانستان څخه د پوځي‌ تخلیې په پروسه کې بهر لېږدول شویدي.

اړوند موضوعات: 

د کابل هوايى ډګر نه تللي په زرګونو شمير کښې افغانان په لار کښې پاتې دي

د دغو افغانان ډیر شمیر امریکا ته رسېدلي او د پوځ په اډو کې د امریکا په بیلابیلو برخو کې د میشت کېدو لپاره د لنډ وخت لپاره ساتل کیږي.

له دغې شمیرې ۲۰۰۰ زره کسان لاتراوسه هم د امریکا له خاورې بهر دي او د امنیتي سابقې له ارزونې وروسته به امریکا ته ولیږدول شي.

Leave a reply