د کابل هوايى ډګر نه تللي په زرګونو شمير کښې افغانان په لار کښې پاتې دي

0
86

باغي ټي وي رپورټ
د امریکې واشنګټن نه په رسنیو کښې چاپ شوي یو رپورټ کښې ویل شوي چې هغه افغانان چې د کابل هوایی ډګر نه د بهر هیوادونو په لور تللې وو، په نیمه لار کښې پاتې دي.
د امریکې ورځپانړه ډیلي ټایممز کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق لیکل شوي چې د امریکا فوځ د طرف نه د کابل هوایی ډګر نه ویستل شوي افغانان په زرونو شمیر کښې امریکایی فوځي اډو کښې دننه پاتې دي او یا په دریم هیواد کښې ایسار پاتې دي.
یو رپورټ کښې وایی چې امریکا ه ته ۶۴۰۰۰ څلور شپیته زره خو د نیویارک ټایم ته رسیدلو معلوماتو مطابق ۴۹۰۰۰ یوکم پنځوس زره افغانان امریکا ته رسیدلي دي.
د افغانان د نه رسیدو دا وجه ښودل شوې چې په دې افغانانو کښې بعضې ماشومان مریضان وو ،درې ماشومان د شري په مرض هم اخته وو چې له وجهې امریکا ته د لیږلو نه ایسار شوي.
د رپورټ مطابق ۱۸۰۰۰ اتلس زره افغانان د امریکا نه بهر کوټونو کښې چې ډیر پکښې په جرمني کښې دي ایسار دي او ژوند تیروي.
یاده دې وی چې د ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ نه پس کله چې د کابل کنټرول هم امارت اسلام ترلاسه کړې په زرګونو شمیر کښې افغانان امریکایی فوځې الوتکوکښې ددې هیواد نه اووتل.
په رسنیو کښې داسې رپورټونه هم شایع شوي چې ۲۰۰ افغانان ماشومان د مورپلار او د نورو خپلوانو نه بغیر قطر هیواد ته رسیدلي دي.
د رپورټ مطابق دا افغان ماشومان چې عمرونه ی ۷ نه تر ‍۱۷ کالو پورې دي قطر کښې د خیرښیګړي تنظیمونو ته ورکړل شوي دي ځکه دوی سره هیڅ کوم اسناد نه وو.

Leave a reply