اروپایي ټولنه وایي د افغانستان ثبات د ټولې نړۍ د ثبات لپاره مهم دی

0
131

اروپایي ټولنه وایي د افغانستان ثبات د ټولې نړۍ د ثبات لپاره مهم دی

په ورته وخت کې افغان لوري غوښتنه کړې چې نړیوال دې په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي او په خبره یې دوی به هم چا ته اجازه ور نه کړي چې نړیوال ثبات ته خطر جوړ کړي. د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې دوی افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او له هېڅ جګړه کوونکې ډلې به ملاتړ و نه کړي.

 

(2022 / 5 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپایي ټولنه وایي د افغانستان ثبات د ټولې نړۍ د ثبات لپاره مهم دی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسون د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت له راتګ ملاتړ کوي.

په دې لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په خبره یې له دې ځایه به هېچا ته هم د ګواښ جوړېدو اجازه ور نه کړي.

په دې لیدنه کې افغانستان ته د چاپ شوو افغان پاسپورتونو د لېږد په اړه هم خبرې شوې دي او نیکلاسون ژمنه کړې چې په دې برخه کې به همکاري کوي.

اړوند موضوعات: 

امریکا لۀ پاکستان سره د افغانستان ثبات ساتلو لپاره د ګډ کار خبر ورکړی 

په ورته وخت کې افغان لوري غوښتنه کړې چې نړیوال دې په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي او په خبره یې دوی به هم چا ته اجازه ور نه کړي چې نړیوال ثبات ته خطر جوړ کړي.

د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې دوی افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او له هېڅ جګړه کوونکې ډلې به ملاتړ و نه کړي.

Leave a reply