امریکا لۀ پاکستان سره د افغانستان ثبات ساتلو لپاره د ګډ کار خبر ورکړی
امریکا لۀ پاکستان سره د افغانستان ثبات ساتلو لپاره د ګډ کار خبر ورکړی
امریکايي لوري ویلي دوی له پاکستان سره دمګړی له نږدې کار کوي څو په افغانستان کې دایمي ثبات راولي او پر نوي حکومت د افغانانو د لومړنیو او اساسي حقوقو د منلو لپاره ګډې هڅې وکړي. پرایس وایي د پاکستان له نوي حکومت سره به هم د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي.
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي دوی په افغانستان کې د ثبات په موخه له پاکستان سره اړیکې پراخوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستان او امریکا پر اړیکو خبرې کړې دي. نوموړي ویلي دوی له پاکستان سره تاریخي اړیکې او پخه ملګرتیا لري او هېڅ وخت به دغه اړیکې زیانمنې نه شي.
امریکايي لوري ویلي دوی له پاکستان سره دمګړی له نږدې کار کوي څو په افغانستان کې دایمي ثبات راولي او پر نوي حکومت د افغانانو د لومړنیو او اساسي حقوقو د منلو لپاره ګډې هڅې وکړي. پرایس وایي د پاکستان له نوي حکومت سره به هم د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي.
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ښې نه دي او د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو افغانان د پاکستان پر وړاندې پارولي او غوسه کړي دي.