قطر پۀ کابل کې پر ښوونځي تروریستي برید غندلی دی
قطر پۀ کابل کې پر ښوونځي تروریستي برید غندلی دی
دوی وایي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندي او هغه ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوري. سرچینه کاږي چې دوی په دې حساس وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې د دایمي ثبات او امنیت د راتګ په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر وایي دوی په افغانستان کې د ملکیانو وژل کېدل په کلکو ټکو غندي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د وروستیو بریدونو په تړاو اعلامیه خپره کړې او هغه یې غندلي دي. قطر وایي دوی هر هغه پېښه او قصدي برید غندي چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
دوی وایي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندي او هغه ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوري.
سرچینه کاږي چې دوی په دې حساس وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې د دایمي ثبات او امنیت د راتګ په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.