امریکا او ملګرو یې د روسیې پر منزوي کولو ټینګار کړی

امریکا او ملګرو یې د روسیې پر منزوي کولو ټینګار کړی
بایډن د اروپايي کمیسیون، ناټو، برېټانیا، فرانسې، کاناډا، ایټالیا، جرمني او ګڼو نورو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې دي او ټولو ټینګار کړی چې باید روسیه په نړیواله کچه منزوي شي او پوره هڅه وشي چې اقتصادي فعالیتونه یې محدود شي.
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او ملګرو یې د روسیې پر وړاندې د لا ډېرو بندیزونو پر وضع کولو ټینګار کړی دی.
سپینې ماڼۍ وروسته له هغه د روسیې د لا ډېرې منزوي کولو په اړه خبرې وکړې چې امریکا او متحدینو یې په یوه انلاین کنفرانس کې د مسکو پر وړاندې پر لا ډېرو اقداماتو ټینګار وکړ.
بایډن د اروپايي کمیسیون، ناټو، برېټانیا، فرانسې، کاناډا، ایټالیا، جرمني او ګڼو نورو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې دي او ټولو ټینګار کړی چې باید روسیه په نړیواله کچه منزوي شي او پوره هڅه وشي چې اقتصادي فعالیتونه یې محدود شي.
امریکا او ملګري یې داسې مهال دغه اقدامات ترسره کوي چې همدا اوس وار له مخه مسکو د بندیزونو له امله میلیاردونه ډالر تاواني شوی او نړیوالې پانګې له دغه هېواد په تېښته دي.






