نړۍوال بانک پۀ افغانستان کې خپلې درې مهمې پروژې پیلوي 

0
158

نړۍوال بانک پۀ افغانستان کې خپلې درې مهمې پروژې پیلوي 

نړیوال بانک د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې خپلې څلور پروژې چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده وځنډولې، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره به له دې ډلې دوه پروژې بېرته پيلوي.

(2022 / 4 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې درې پروژې بېرته پيلوي.

رویټرز ته دوو باوري سرچینو ویلي چې نړیوال بانک غواړي بېرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې درې مهمې پروژې چې د روغتیا او کرنې په برخه کې دي بېرته پیل کړي.

نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ته په کتو غواړي دغه دوه پروژې پیل کړي، خو د پوهنې په برخه کې شته پروژه به یې لا هم په ټپه ولاړه وي.

Leave a reply