ایران د ا.ا لۀ لوري د لویې جرګې رابللو خبر ورکړی دی 

0
98

ایران د ا.ا لۀ لوري د لویې جرګې رابللو خبر ورکړی دی 

په افغانستان کې د لویې جرګې د جوړېدو او کابل ته د سیاسي مخالفو سیاسي مشرانو د رابللو خبرې داسې مهال دي، چې ا.ا څه موده وړاندې له بهر څخه هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته ستنولو په هدف د شهاب الدین دلاور په مشرۍ یو کمېسیون هم رامنځته کړ.

(2022 / 4 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازی محمد حسن کاظمي قمي د ا.ا له لوري د لویې جرګې د رابللو او افغان سیاسي لورو سره د اړیکو خبر ورکوي.

نوموړي د یاد هېواد له مهر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ا.ا په کابل کې د لویې جرګې په اړه بحثونه پيل کړي او غواړي چې، د دوی مخالف سیاسي مشران د خبرو لپاره بېرته کابل ته وروګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې پخواني ولسمشر حامد کرځي له نوي حکومت څخه د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې افغانان باید په خپل منځ کې سره کېني او د خپل هېواد ستونزې په خپله حل کړي.

Leave a reply