ویسا ورځپاڼه: د ګمرکاتو له عوایدو څخه هره میاشت درې میلیونه ډالره رولا غني ته منتقل کېدل
ویسا ورځپاڼې د مالیې وزارت د بشري منابعو د ریاست مخکیني سرپرست غلام محمد ملا خېل له قوله خبر ورکړی چې د هیواد د ګمرکونو له عوایدو په میاشتنې ډول ۳ ملیونه ډالره رولا غني ته منتقل کېدل.
مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني هم د مالیې وزارت له عوایدو څخه امریکا کې یو پوهنتون د ۶۵ ملیون ډالرو په مقابل کې پېرلی دی.
ملاخېل همدا راز زیاته کړې ده چې په دې اړه ۳۰۰ پاڼې اسناد لري چې ډېر ژر به یې رسنیو او نورو اړوندو چارواکو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ رسنیو راپور ورکړ چې ډاکټر غني غوښتل درې موټره ډالر له هیواده وباسي؛ خو ونه توانېد او هر څه ورڅخه په هوایي ډګر کې پاتې شول.