د اشرف غنی له پرواز مخکې د پي پي اس کسان دفاع وزارت ته لیږل شوي وو.

0
331

د اشرف غني د تیښتې تازه جزیات!

د اشرف غنی له پرواز مخکې د پي پي اس کسان دفاع وزارت ته لیږل شوي وو.
له هیواده د اشرف غني د تیښتې پر مهال د ولسمشر خاص ساتونکی ځواک یا (پی پی اس) زیاته برخه له ارګ څخه اېستل شوې او دفاع وزارت ته لیږل شوې وه.

د معلوماتو پر اساس اشرف غني تر تیښتی مخکې د پی پی اس افرادو ته امر کړی و چې دفاع وزارت ته ولاړ شي او امنیت ونیسي ځکه چې دی هلته ورځي او وینا اوروي.
په دې توگه د نوموړي ځواک کم کسان په ارگ کې پاتې وو. په دې ترځ کې یې دوې هلیکوپترې را غوښتې وي.

ویل کیږي، چې اشرف غني غوښتل په درېیو موټرو کې ۴۵ میلیون ډالر له ځانه سره بهر ته انتقال کړي، خو په انتقال یې نه دی بریالی شوی او دغه مقدار پیسې د ارگ د هلیکوپترو میدان کې ترې پاتې شوې.

Leave a reply