د امریکا ادعا کړې چې اوکراین کې تر ۵زره ډېر روسي عسکر وژل شوي دي

0
134

د امریکا ادعا کړې چې اوکراین کې تر ۵زره ډېر روسي عسکر وژل شوي دي

د چارواکو په خبره، د یادې شمېرې دوه برابره نور عسکر ټپيان شوي هم دي. په ورته وخت کې اوکراین بیا ادعا کړې ده چې تر اوسه پورې یې دوولس زره روسي عسکر وژلي دي خو روسیې بیا د اوکراین په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر تر ۵۰۰ کم ښودلی دی.

(2022 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکايي  چارواکو ادعا کړې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د اوکراین په جګړه کې له پنځه تر شپږو زرو پورې روسي عسکر وژل شوي دي.

سي بي اس شبکې راپور ورکړی دی چې دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله ویلي چې په دې جګړه کې تر اوسه پورې له پنځه تر شپږو زرو پورې روسي عسکر وژل شوي دي.

اړوند موضوعات: 

 د اوکراین ولسمشر ویلي چې تر اوسه پورې ۹ زره روسي عسکر وژل شوي دي

Leave a reply