د اوکراین ولسمشر ویلي چې تر اوسه پورې ۹ زره روسي عسکر وژل شوي دي

د اوکراین ولسمشر ویلي چې تر اوسه پورې ۹ زره روسي عسکر وژل شوي دي
د روسي عسکرو له لوري د خرسون ښار تر نیولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ادعا کړې ده چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې شاوخوا نهه زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
(2022 / 3 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسي عسکرو له لوري د خرسون ښار تر نیولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ادعا کړې ده چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې شاوخوا نهه زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې له تېرې شپې راهیسې د روسانو پر وړاندې د اوکرایني مقاومت جګړه په پوره شدت روانه ده او په دې جګړه کې یې ګڼ شمېر روسي پوځیان وژلي هم دي.
زلنسکې ټینګار کړی دی چې دوی له ازادي پرته بل هیڅ هم له لاسه نه ورکوي نو د ازادي د تر لاسه کولو په موخه به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.






