ټرمپ وايي بایډن وښوده چې امریکا افغانستان کې ماتې خوړلې

0
191

ټرمپ وايي بایډن وښوده چې امریکا افغانستان کې ماتې خوړلې

ټرمپ څرګنده کړې چې بایډن د امریکا په زرګونو هغه متحدین هم په دغه هېواد کې په ډېر بد وضعیت کې یوازې پرې‌ایښي دي چې په کلونو کلونو یې د هغوی مرسته کړې وه.

 

(2022 / 3 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ډول د ماتې خوړونکو و.

هغه زیاته کړې ده چې بایډن د افغانستان د بحران مدیریت کې پاتې راغی او په لوی لاس یې نړۍ ته وښوده چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

ټرمپ څرګنده کړې چې بایډن د امریکا په زرګونو هغه متحدین هم په دغه هېواد کې په ډېر بد وضعیت کې یوازې پرې‌ایښي دي چې په کلونو کلونو یې د هغوی مرسته کړې وه.

هغه دغه راز پر ټایون د چین د برید په اړه هم څرګندونې کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې ممکن ډېر ژر چین پر ټایوان برید وکړي او د اوکراین په څېر به د دې برید مسوول هم بایډن وي.

Leave a reply