امریکا اوکراین ته ۲۰۰ سټینګر استولي دي

0
149

امریکا اوکراین ته ۲۰۰ سټینګر استولي دي

د کانګرس دغو غړو د خپلو نومونو له اخیستو پرته ویلي چې امریکا اوکراین ته د ملاتړ ژمنه ورکړې ده او د یادې ژمنې د پوره کولو په موخه یې له دغه هېواد سره د ۲۰۰ سټینګرو په ګډون د وسلو مرسته دوام لري.

 

(2022 / 3 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د کانګرس دوو غړو اعلان کړی دی چې هېواد یې اوکراین ته ۲۰۰ د الوتکې ضد سټینګر توغندي استولي دي.

د کانګرس دغو غړو د خپلو نومونو له اخیستو پرته ویلي چې امریکا اوکراین ته د ملاتړ ژمنه ورکړې ده او د یادې ژمنې د پوره کولو په موخه یې له دغه هېواد سره د ۲۰۰ سټینګرو په ګډون د وسلو مرسته دوام لري.

د کانګرس دغو غړو زیاته کړې ده چې دا د هغې ۳۵۰ میلیون ډالري مرستې یوه برخه ده چې واشنګټن یې تېره جمعه له اوکراین سره ژمنه کړې وه.

Leave a reply