ملا برادر : پانګه والو ته د پانګونې فرصت او امنیت برابروو

0
67

ملا برادر : پانګه والو ته د پانګونې فرصت او امنیت برابروو

افغانستان د ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالغني برادر نن د خصوصي سکتور په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره بشپړ فرصت او امنیت برابروي.

 

(2022 / 3 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي په هېواد کې پانګونې ته بشپړې اسانتیاوې برابروي.

د افغانستان د ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالغني برادر نن د خصوصي سکتور په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره بشپړ فرصت او امنیت برابروي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي، بندیزونه لرې کړي او د افغانستان تر څنګ دې ودرېږي.

د ده په خبره افغان حکومت غواړي افغانانو ته د اقتصادي فعالیتونو او اقتصادي ودې زمینه برابره کړي خو په دې برخه کې د نړیوالو لاسنیوی او همکاري هم مهمه ده.

هغه د وروستیو کور په کور تلاشیو په اړه هم وویل، چې دا د هېوادوالو د امنیت په موخه ترسره کېږي او ژر به کابل یو امن او له خطرونو خالي ښار وي.

Leave a reply