سپینه ماڼۍ: بایډن د افغانستان پر موضوع تمرکز ته وخت نه درلود

سپینه ماڼۍ: بایډن د افغانستان پر موضوع تمرکز ته وخت نه درلود
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي زیاته کړې ده چې جوبایډن پر نورو مسائلو دومره بوخت و چې په یو ساعت کې یې د دغه هېواد پر ټولو مسائلو د خبرو لپاره وخت نه لاره.
(2022 / 3 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته تر هغه چې ولسمشر جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان په اړه هیڅ راز څرګندونې ونه کړې، امریکایي سیاستوالو د افغانستان په اړه د نوموړي چوپتیا پوښتوونکې وبلله خو سپینې ماڼۍ یادو نیوکو ته په اشارې ویلي چې بایډن وخت نه درلود څو د افغانستان پر موضوع مکث وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي زیاته کړې ده چې جوبایډن پر نورو مسائلو دومره بوخت و چې په یو ساعت کې یې د دغه هېواد پر ټولو مسائلو د خبرو لپاره وخت نه لاره.
د یادونې ده چې جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې په عمده توګه پر کورنیو او بهرنیو مسائلو خبرې وکړې خو د افغانستان په اړه یې هیڅ هم ونه ویل.






