لنډیکوتل کې سیاسي مشرانو د انتظامیه په ضد احتجاج کړې دې

0
132

باغی ټي وي رپورټ
په لنډیکوتل تحصیل کې د انتظامیه د نامناسب رویه او په مهمه غونډه کې سیاسی او د سماجي تنظیمونو مشرانو له د برخه اخستلو اجازت نه ورکولو په ضد احتجاج کړی دې.

د لنډيکوتل تحصيل په جرګه هال کې د صوبائي حکومت د عامو خلقو سره د پرمختیایی پروګرام په اړه د مشوري په دويمه مرحله کښي سياسي او سماجي کارکنانو باندي پابندي لګولي شوې وه او دوی په له په دې مهمه غونډه کې د ګډون کولو اجازت ور نه کړې شو.
د احتجاج په مهال د جماعت اسلامي پخوانۍ مشر زرنور افریدي او د خیبر سپورټس کلب چیرمین معراج الدین شینواري په ګډون نورو سیاسي او د خیرښیګړې تنظیمونو مشرانو اوویل چې په داسې قسم غونډې کې په مشرانو بندیز لګول ظلم دې او دا بندیز ددوی د پوهې څخه بهر دې.

مشرانو اوویل چې په سیمه کې سیاسي او سماجي او فلاحي چارو کارکونکي یو ځانګړې حیثیت او خدمتونه لري او هم دوی د سیمې له ستونزو خبر دي، مشرانو اوویل چې داسې ظلم او ناروا خوی خو په د ایف سي آر وخت کې هم دوی سره نه وو شوو لکه نن سبا ی چې اې سي او ډپټي کمشنر دې خلقو او مشرانو سره کوي. دوی غوښتنه وکړه چې د ډپټي کمشنر خیبر او اسسټنټ کمشنر لنډیکوتل ددې نامناسب خوی په ضد دې کاروایی وشي.

Leave a reply