سي سي پي او پیښور په لارښوونه د خیبر پولیس مشر مهم ګام

باغی ټي وي رپورټ
د پیښور سي سي پي او په لار ښوونه ي ضلعي پوليس افسر خيبر د حيات آباد سره تړلې سیمې شاهکس سيمه کښي د نوي جوړي شوي پوليس چيک پوسټونو ليدنه اوکړه، په چیک پوسټونو باندې تعینات اهلکارو ته ی ډاډ ورکړې دې .
ډي پي او خيبر هم په دي موقع د سيمي اولس سره وليدل او د نشه ی توکو قاچاق ختمولو لپاره ی اولس ته ډاډ ورکړو. په دې موقع ډي پي او خېبر له عامو خلقو وغوښتل چې د نشه يي توکو د خرڅولو، قاچاق په اړه دې د ډي پي او خيبر په شخصي نمبر 03159040109 ميسج او يا واټساپ وکړي.د ډي پي او خیبر د دفتر څخه جاري شوي بیان مطابق د معلوماتو ورکوونکي نوم به پټ ساتل کیږي.





