یونسیف: دوه نیم میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر شوي

0
99

یونسیف: دوه نیم میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر شوي

دغه اداره وایي چې د زده کړو په برخه کې یې هم هڅې ډېرې کړې دي او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۸۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده چې دمګړی ښوونځیو ته ځي او خپلې زده کړې کوي.

 

(2022 /.3 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې شاوخوا ۲،۵ میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲ میلیون او ۴۷۵ زره کسانو ته تر دې دمه روغتیایي خدمات رسولي دي او ددې خدماتو د لا پراختیا هڅې روانې دي.

سرچینه همدا راز وایي چې په دې میاشت کې یې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۸ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین وېشلي دي.

دغه اداره وایي چې د زده کړو په برخه کې یې هم هڅې ډېرې کړې دي او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۸۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده چې دمګړی ښوونځیو ته ځي او خپلې زده کړې کوي.

اړوند موضوعات: 

یونسیف: د نړیوالو په مرسته روغتیایي سکتور ژغورل کېدلی شي

یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه یې له نړیوالو د شاوخوا ۲ میلیارد ډالر مرستې غوښتنه کړې ده او وایي دوی هڅه کوي ددې مرستو ډېره برخه د ماشومانو پر اړوندو چارو ولګوي.

Leave a reply