د اوکراین ولسمشر ویلي له خپل هېواده د دفاع لپاره یوازې پرېښودل شو

0
149

د اوکراین ولسمشر ویلي له خپل هېواده د دفاع لپاره یوازې پرېښودل شو

د اوکراین ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د روسیې خرابکاره ډلې پلازمینې کیف ته داخلې شوي، نوموړي د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې هوښیار ووسي او ګرځبندیز مراعات کړي.

 

(2022 / 2 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید پر وړاندې یوازې پاتې شوی دی.

د زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ. نوموړي نن په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شول.

اړوند موضوعات: 

 د اوکراین ولسمشر احتیاطي ځواکونه دندې ته رابللي دي 

د فرانسې خبري آژانس د زلنکسي له قوله ویلي دي چې له پرون سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د روسیې خرابکاره ډلې پلازمینې کیف ته داخلې شوي، نوموړي د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې هوښیار ووسي او ګرځبندیز مراعات کړي.

زلنکسي وویل سره له دې چې روسیه یې د لومړي نمبر هدف په توګه ګڼي، دی او کورنۍ یې په اوکراین کې دي.

Leave a reply