یونسیف وايي اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي
یونسیف وايي اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي
د یادونې ده چې پرون د افغانستان لپاره د یونسیف تازه ګومارل شوي استازي د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له کړاونو څخه د هغوی د ایستلو کلکه ژمنه یې کړې ده.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي.
د یادې ادارې په وینا، یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي.
د دغې ادارې په وینا، له دې چارې نه یې موخه د افغان ښوونکو ستونزو ته رسېدګي او دغه راز د افغان ماشومانو ملاتړ دی.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا: ژر به د ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه اجرا شي
د یادونې ده چې پرون د افغانستان لپاره د یونسیف تازه ګومارل شوي استازي د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له کړاونو څخه د هغوی د ایستلو کلکه ژمنه یې کړې ده.