د ا.ا.ا: ژر به د ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه اجرا شي 

0
202

د ا.ا.ا: ژر به د ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه اجرا شي 

د یادونې ده چې تر وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته د نورو دولتي ادارو په ګډون ښوونکو هم د تېرو دریو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي او دې چارې په کندهار کې ښوونکي کاري اعتصاب ته اړ کړي دي او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې ژر ورته خپله حق الزحمه ورکړي.

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ښوونکو د اسد میاشتې معاشونه ورکړل شوي دي او د دوو نورو سنبلې او میزان میاشتو معاشونو اجرا تر کار لاندې دي.

اړوند موضوعات: 

ملګري ملتونه وايي چې زرګونه افغان روغتیايي کارکوونکو ته مو معاشونه ورکړي دي 

مجاهد نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ژر به د ښوونکو معاشونه اجرا شي.

Leave a reply